Monday, 10 December 2018

khan zaman kakar post on umar daraz marwat

له عمر دراز مروت سره عمر مروت و نه کړ, عمر يې دراز نه شو.
موږ له يو خوږ, ملنګ او کليوال انسان څخه محرومه شو, موږ له يوه ډېر ښه شاعر څخه بې برخې شو.
کله چې زه او بې وسي لاس او ګرېوان وو سره
همدردي وه مګر پر موږه مهربانه نه وه
حسن او مینه پخواني دي روایات بدل شول
ګوړه پخوا هم ښه خوږه وه خو پرېمانه نه وه
د خپل ښایست په اور یې دومره عالم وسوځاوه
هغه کافره لا خبره له خپل ځانه نه وه
تش په یوه سر نه حل کېده عمردراز مروته
یاري ددې دور سوکه وه خو ارزانه نه وه
د عمر دراز مروت په مرګ د پښتنو يوه مهمه تاريخي سيمه له يوه ډېر ښه شاعر څخه بې برخې شوه, له پروفېسر رحمت الله درد څخه وروسته د عمر دراز مروت مرګ د مروتو د وطن دپاره يوه نه ډکېدونکې خلا ده. خدای دې عبدالرحيم مجزوب او تبسم مروت ته ژوند ورکړي. خدای دې عمر دراز مروت ته جنتونه ورکړي.

khan zaman kakar post on hamid dawar

فضل حميد داوړ په اکتوبر 2010 کې اغوا کړل شو او دوې مياشتې پس پر 5م دسمبر يې په ګوليو سوري سوري لاش وغورځول شو.
له شهيد داوړ سره يې ځينې نور ملګري هم وړي وو, هغوی سلامت بېرته راستانه شول. شهيد داوړ ولې راستون نه شو؟
داوړ د طالبانو يو ډېر آسانه شرط ته غاړه نه وه ايښې.
طالبانو دومره آسانه شرط ورته ايښی وو چې د ژوند په بدل کې څه, خلکو د يوې وړې نوکرۍ په بدل کې منلی دی.
دومره آسانه شرط چې اوس خو يې ځينې خلک پر فېسبوک د دو کرښو ستاينو په بدل کې هم مني.
بېخي آسانه شرط وو. فضل حميد داوړ مرګ ومانه خو د هغه شرط له منلو يې انکار وکړ.
ډېری خلک ښايي اندېښمن شي او فضل حميد داوړ يو ډېر ساده سړی ونوموي چې ولې يې دومره آسانه شرط و نه مانه او خپل ژوند يې ورباندې قربان کړ.
د طالبانو شرط څه وو؟
شرط دا وو, "عوامي نېشنل ګوند ته استعفا ورکړه او صحيح سلامت خپلو بچيانو ته ستون شه."
د فضل حميد داوړ ځواب څه وو؟
هغه ورته وئيلي وو, "يو اسلام نه پرېږدم او بل عوامي نېشنل پارټي."
د عوامي نېشنل پارټۍ د شمالي وزيرستان صدر سپين ږيری فضل حميد داوړ ټارچر او په ګوليو سوري سوري کړل شو.
نن څوک د اې اين پي فضل حميد داوړ پېژني؟
نن څوک د فضل حميد داوړ اې اين پي پېژني؟
دا چې موږ وايو, اې اين پي د ننګياليو پښتنو ګوند دی, دا هسې نه وايو, موږ معلومات لرو, موږ د خپل ملي تحريک له تاريخه خبر يو.
موږ سياست او تاريخ د فېسبوک له وېډيوګانو نه دی زده کړئ.
فضل حميد داوړ د ځوانۍ عمر په زولنو او زندانونو کې تېر کړی وو, د پوځي امريتونو په ضد مبارزه کې د کابل تر سنګر پورې هم رسېدلی وو. په سپين ږيريتوب کې هم د پوځ د مزدورانو په ضد برملا ودرېد او په عملي توګه يې پر خپله خاوره د خپل اختيار غوښتنه وکړه.
موږ چاته د ټويټر په هېش ټېګ ټرينډونو کې د عوامي نېشنل ګوند ننګونه نه شو وريادولی.
د اې اين پي ننګياليانو پر خپله خاوره بې رويه بې ريا ننګونه کړي دي. هو, زه منم چې اې اين پي د خپلو قربانيو هغسې پروجکشن نه دی کړی کوم چې د پاپوليزم په ننني دور کې رواج دی.
اې اين پي د ملنګانو ګوند دی, اې اين پي په خړو کوڅو کې موندل کېدلای شي, د پاکستان د ټي وي پر سکرين هيڅ اې اين پي نشته, د اې اين پي کاسمېټک انګليش نه دی زده ځکه کله هم پر ټويټر نه هيټ کېږي.
اې اين پي خپله ده, ځکه پېغور ته پاتې ده.
اې اين پي جينوين ده, ځکه له منظم او  مسلسل پروپاګنډ سره  مخامخ ده.
ما واورئ!
اې اين پي د ايمل ولي په فېسبوک مرکو کې نشته.
په اې اين پي پېژندنه کې درسره د حيدر هوتي تقريرونه مرسته نه شي کولای.
دا د اې اين پي يوه برسېرنه کچه ده, دا د اې اين پي بازاري اړخ دی.
په وطن کې چې کومه اې اين پي ده, هغه ډېره ژوره ده, په هغه اې اين پي د پوهېدلو دپاره د تاريخ او سياست ژوره مطالعه او د سياسي مبارزې ژوره تجربه پکار ده.
اې اين پي د فضل حميد داوړ ګوند دی.
پر خپلو خلکو او خاوره د ورکو لېونيانو او ملنګانو ګوند دی.
اې اين پي د لېونيانو او ملنګانو شهيدانو ګوند دی.
ماتې ماتې خښتې مېرانشا پښتون ته وايي
ژوند شته د داوړ فضل حميد په وينو سرو کې لا
په آخر کې درې انتهايي ساده سوالونه ستاسو مخ ته ږدم:
طالبانو ته له اې اين پي څه تکليف وو؟
که فضل حميد داوړ د طالبانو شرط منلی وای نو طالبانو ته به يې کومه ګټه رسېدلې وای؟
طالبان څوک دي؟

Monday, 1 October 2018

khan zaman kakar

پشتون تحفظ مومنټ له خپل قامي مبارز ننګيالي ميا افتخار حسېن سره ولاړ دی.
رياست دې د خپلو ګواښونو صندوق له ځان سره سنبهال کړي.
پي ټي ايم د پښتنو د توی شوې وينې د يو يو څاڅکي حساب غواړي, د پښتنو نوره وينه تويول په هيڅ صورت نه زغمي.
پي ټي ايم د خپلو قامي ننګياليو په ننګ ولاړ تحريک دی.
ميا افتخار ته يو وړوکی زخم به اوس رياست ته په يو لوی تاوان تمامېږي.
قام پاڅون کړی دی.

khan zaman kakar

پښتون ټولنپوه عادل خان (مرحوم) کيسه کوله چې هغه د يو پاکستاني خبريال په توګه په 1989 کې په کابل کې له شهيد ډاکټر صاحب نجيب الله سره ليدلي وو. عادل وايي چې ډاکټر صاحب نجيب ورته د هغه وخت د پاکستانۍ صدراعظمې بېنظير بوټو دپاره يو پېغام ورکړی وو او هيله يې کړې وه چې دا به تر محترمې پورې ورسول شي, هغه پېغام دا ټپه وه:
مينه په تلو راتلو زياتېږي
کله راځه کله به زه درځم مينه
عادل وئيل چې دا خبره ور ياده شي سترګې يې له اوښکو ډکې شي.