Monday, 4 March 2019

د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارو چې تر ټولو زيات د کوم سياسي مشر د بدنامولو او ځپلو هڅه وکړه هغه د عوامي نېشنل ګوند مرکزي صدر اسفنديار ولي خان دی.”خان زمان کاکړ“


د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارو چې تر ټولو
زيات د کوم سياسي مشر د بدنامولو او ځپلو هڅه وکړه هغه د عوامي نېشنل ګوند مرکزي صدر اسفنديار ولي خان دی.
موږ پوهېږو چې اسفنديار خان ته د کوم "جرم" سزا ورکول شوه.
موږ په دې هم پوهېږو چې د دې دور مقبول دريځ ولې يوازې د اسفنديار خان په ضد دی.
موږ پوهېږو چې د متوسطې او ښاري طبقې "ستونزه" څه ده.
موږ پوهېږو چې د رهبر تحريک خان عبدالولي خان ټول مخالفين نن هم پر اسفنديار خان د ګوزار يو چانس له لاسه نه ورکوي.
موږ پوهېږو چې د تاريخ په درست سمت کې مزل ضروري نه ده چې د مقبولو غبرګونونو په تول پوره وخېژي.
موږ پوهېږو چې اسفنديار خان خپل ملي مرام او ارمان ته څومره ژمن دی.
د ګوند د آئين او جمهوري فېصلو پاسداري دې څوک له اسفنديار خانه زده کړي.
اسفنديار ولي خان ښايي په پښتنو او هم په پاکستان کې يوازينی مشر وي چې د ليډرشيپ د انا پر زينه کله هم د کارکنانو کچې ته نه وي راکوز شوی.
بدترين زندانونه او ټارچر سېلونه يې زغملي دي.
د مرګ ګواښونه او د مرګ بريدونه يې ليدلي دي.
يو مردار مېډيا ټرايل ته په کلونو مخامخ پاته شوی دی.
نه د ناتمامو فريبکارانو له مېډ ان ايسټبلشمنټ الزامونو څخه و وېرېد او نه د خپلچارو او خپلکورو جفا زړه ماتې کړ.
د پلار او نيکه پر لمن لګېدلی د انډيا او افغانستان د ايجنټۍ تور يې د پلار و نيکه د ميراث په توګه پر خپله لمن د يو مقدس امانت په توګه سنبهال وساتلو, د امريکې د ايجنټۍ تور يې هم ورباندې اضافه کړ او د پينډۍ د ايجنټۍ تور يې لکه د "سرپلس وېليو" هم ورپسې واخيست, د ورلډ بېنک د کرپشن نيولبرل بيانيه هم چې په اسلامي جمهوريه پاکستان کې په يو داغ کې راغونډه شوه نو هغه داغ هم د اسفنديار پر لمن پرېوت - څومره پراخه لمن ده - په رښتيا چې د باچاخان لمن ده.
اسفنديار خان نن اويا کلن شو.
د زوکړې ورځ يې بختوره شه!!

No comments:

Post a Comment