Monday, 4 March 2019

پی ټی یم او عوامی نشنل ګوند“خان زمان کاکړ“

د تقرير د ضرورت دپاره بايد د پلار په ږيره پورې مسخرې و نه شي او د قام له سياسي مستقبل سره لوبې ......
که عوامي نېشنل ګوند دی
که د پښتون ژغورنې غورځنګ دی
دواړه د عدم تشدد پر پاليسي کاربند دي.
په دې کې بله خبره کېدای نه شي.
په دې کې بله خبره موږ منو نه.
له اولس سره وعده د عدم تشدد پر بنياد شوې ده.
موږ بايد خپل ځوانان له فکري ستړو سره مخامخ نه کړو.
که څوک وايي موږ ته په اويا کاله کې عدم تشدد څه راکړل؟
زه ورڅخه سوال کوم چې تاسو ته په درې سوه کاله کې تشدد څه درکړل؟
موږ ته د باچاخان د عدم تشدد تحريک څه ګټه ورسوله؟
ولې موږ دا سوال نه شو کولی چې تاسو ته د عمرا خان, ملا پوونده, د ترنګزو د حاجي صاحب, فقير اېپي حاجي مرزلي خان, صنوبر حسېن کاکاجي, پښتونستانيانو او افغان انقلابيانو تشدد کومه ګټه ورسوله؟
د باچاخان د عدم تشدد يو تسلسل پاته دی, که نور نه وي داسې څه خو پاته دي چې تاسو شپه او ورځ ورته ښکنځلې کولی او پېغورونه ورکولی شئ.
په دې بل تسلسل کې ولې څه پاته نه شول؟
ولې يو ټوپک نشته چې د پنجاب په طرف مو سيخ شوی ليدلی وای؟
د لښکرونو ملک ته وايه
په مړو موړ شوې که لا نور کوې جنګونه

No comments:

Post a Comment