ارمان شهيد// خان زمان کاکړ
ارمـان لـکه شــهـيـد د مـرګ لــه قېد څـخه ازاد دی
ارمــان لـکه "ســپېڅلی بغـاوت" خـلکـو ته يـاد دی
ارمـان لکـه پښــتو ټـپه د ټــول اولــس مـيراث دی
د ټول اولـس شـريک دی او د ټول اولس ايجاد دی
ارمـــان لــکـه "پښـــتون پـرلـت" يـو نابـبـره تـنـدر
پر ســـر باندې لوېدلی د منحــوس اســلام آباد دی
ارمـان لکـه د لمـر لـومـړنۍ وړانګه په وطــــن کـې
د روڼ ســـباوون زيری دی، د نـــوي ژوند بنياد دی
پنجــاب ويل پر ټـول افغانســتان فــرض جـهاد دی
ارمـان ويل فســــاد دی او فســاد دی او فسـاد دی
ارمــان زمـا جــانان، زمــا مــلګـری، زمـــا ورور دی
ارمـان زمـا پښـــتو، زمــا ســــيالــي، زمـا مـراد دی
ارمـــان د قـــام د ننــګ يــو لازوالــه عــلامــت دی
ارمــان د لښـــکـر روح، د اولســـونــو اعتــــماد دی
ارمـــان د ســـــرښـــندنې روايت دی هم دوام دی
ارمـــان د "ابــراهـيـم" د مـعــنوي ويــنې اولاد دی
هـېرېږي نه خـتمـېږي د ارمـــــان د وينې قــــرض
پنجــاب ته دي معــلـوم وي د افغان د وينې قرض
۲۳ فروري ۲۰۱۹

No comments:
Post a Comment